د اسراییل پوځ د غزې په شمال کې د برید خبر ورکړ

AP ۱۴۰۲ لړم ۴

د اسراییل دفاعي ځواکونو د غزې په شمال کې د عملیاتو خبر ورکړی دی.
دغو ځواکونو ویلي چې، اسراییلي ټانکونو د غزې په شمال کې د جګړې د راتلونکو پړاوونو د چمتو کېدو لپاره برید وکړ.
د اسراییل پوځ زیاته کړه چې د دوی ځواکونه له عملیاتو وروسته له غزې وتلي دي.

د اسراییل دفاعي ځواکونو په اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي: «په دغو بریدونو کې اسراییلي پوځیانو د ترهګرو ځواکونه، د هغوی زیربناوې او د ټانک ضد توغندیو د ډزو ځایونه په نښه کړل او له عملیاتو وروسته یې سیمه پرېښوده.»
په ورته وخت کې د اسرابیل پوځي راډیو اعلان وکړ چې هیواد یې د غزې دننه "نسبتا پراخ" ځمکني بریدونه ترسره کړل.
د دغه راپور له مخې، له حماس سره د روانې جګړې له پیل راهیسې دا پر غزې د اسراییل تر ټولو لوی ځمکنی برید دی.

نور خبرونه

رادیو