د سوډان د چټک غبرګون ځواکونه د دغه هېواد دویم ستر ښار د نیولو دعوه کوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۴

د سوډان د چټک غبرګون ځواکونه چې د دغه هېواد پر کنټرول له پوځ سره په جګړه دي د نیالا ښار د نیولو ادعا کوي.

نیالا چې پر سوداګریز مرکز هم مشهور دی، د سوډان دویم تر ټولو ستر ښار او د سوېلي ډارفور ولایت مرکز دی.

پر دغه ښار د چټک غبرګون ځواکونو ولکه د سوډان په شپږ میاشتنۍ جګړه کې مهم ټکی بلل کېږي او په داسې حال ده چې دواړه خواوې د سعودي په منځګړتوب جده کې خبرې پیلول غواړي.

که څه هم د سوډان پوځ په دې هکله له رویټرز سره له خبرو ډډه کړې؛ خو د چټک غبرګون ځواکونه نن په یوه اعلامیه کې وايي، په دغه ښار کې یې د پوځ اصلي مرکزونه نیولي او ټول تجهیزات یې ولکه کړي دي.

دا ځواکونه پلازمېنه خرطوه کې هم ډېرې سیمې په خپل واک کې لري؛ خو پوځ خپل مهم مرکزونه دلته هم په خپل کنټرول کې ساتلي دي.

د سوډان د پوځ او چټک غبرګون ځواکونو په جګړه کې تر ټولو ډېر پلازمېنه خرتوم او ور پسې لوېدیز ډارفور زیانمن شوی دی او له امله یې شپږ لکه اویا زره اوسېدونکي بې ځایه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو