د روسیې ولسمشر: د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې بل شوی اور به له منځني ختیځه هم پراخ شي

AP ۱۴۰۲ لړم ۴

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې، له حماس سره د اسراییل د جګړې «ویجاړوونکې پایلې» به منځني ختیځ ته هم وغځېږي.

نوموړي پر غزې د بمباریو په غندلو سره وویل، د نورو د جنایتونو له امله په غزه کې د ښځو، ماشومانو او د عمر خوړلو بې ګناه کسانو دغسې سزا ورکول ناسم کار دی.

پوتین دغه څرګندونې په کرملین کې د روسیې د بېلابېلو مذهبي ډلو له مشرانو سره د کتنې پر مهال وکړې.

هغه وويل:« زموږ اصلي دنده د وينې تويېدنې او تاوتريخوالي مخنیوی دی. که نه نو، د کړکېچ پراخېدل به خورا خطرناک او ویجاړونکې پایلې ولري او دغه جګړې به په منځني ختیځ کې محدودې پاتې نه شي. دا پایلې د منځني ختیځ له پولو هاخوا وغځېږي.»

که څه هم پوتین نورو سیمو ته د کړکېچ د غځېدو په اړه نور څه نه دي ویلي؛ خو په دې اوونۍ کې لوړ پوړو امریکايي چارواکو ایران ته په منځني ختیځ کې پر امریکايي ځواکونو او تاسیساتو د برید په اړه خبرداری ورکړی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د دغو بریدونو په اړه به د امریکا ځواب چټک او پرېکنده وي.

امریکا ویلي، چې په غزه کې د اسراییل د ځمکنیو او هوايي عملیاتو ملاتړ کوي او په ایران او لبنان کې یې د حماس متحدینو ته خبرداری ورکړی دی.

پوتین په لویدیځو هېوادونو نیوکه وکړه، چې تاوتریخوالو ته لمن وهي.

هغه د اسرایيل د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړه او د اسرایيل او فلسطين ترمنځ یې د شخړو د پایته رسېدو او د اوږدمهاله حل لاره یې د يوه خپلواکه فلسطيني دولت جوړېدل وبلل.

نور خبرونه

رادیو