این بي سي ټلویزیون:د امریکا مین ایالت په څو ځایونو کې د ډزو په پایله کې ۲۲ تنه وژل شوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۴

این بي سي ټلویزیون راپور ورکړی چې د مین ایالت په څو ځایونو کې د چهارشنبې د ورځې د ډزو په پایله کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي دي.
دغې شبکې زیاته کړې چې په دغو ډزو کې له ۵۰ تر ۶۰ نور کسان ټپیان شوي هم دي.
پولیس وايي، د دغو ډزو په تړاو د یوه شکمن ۴۰ کلن سړي په لټه کې دي.

اين بي سي ټلویزیون د پوليسو د سرچينو په حواله په دغه ډزو کې د وژل شويو کسانو شمېر خپور کړی، خو دغو ځواکونو د پېښې په اړه په يوه خبري کنفرانس کې د مرګ ژوبلې شمېرو له ورکولو ډډه وکړه.
د راپورونو له مخې، ډزې په څو ځایونو کې شوې، چې له هغې جملې په لیوسټن ښار او بیا د باولینګ په یوه سالون کې.
پولیسو د رابرټ کارډ په نوم یو کس د دې ډزو د شکمن په توګه پیژندلی او هغه یې "وسله وال او خطرناک" بللی دی. پولیسو د دغه څلویښت کلن سړي عکسونه هم پر فیسبوک خپاره کړي دي.
په ورته وخت کې، د پولیسو چارواکو په شکمن کس پسې د لټون عملیاتو په اعلانولو سره، د ښار له اوسیدونکو وغوښتل چې په خپلو کورونو کې دننه و اوسي او خپلې دروازې وتړي.
سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د ډزو په اړه خبر شوی او په مین کې یې له سیمه ییزو چارواکو سره خبرې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو