امریکا یو ځل بیا له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار وکړ

AP ۱۴۰۲ لړم ۴

د امریکا سفارت په اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې، د سفارت سرپرست اډم سینټر د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له مرستیالې کیلي کلیمینټس سره کتلي او افغانستان ته یې د مرستو د لېږلو په لارو چارو خبرې کړې.

دواړو لورو په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې په څه ډول وکولای شي په افغانستان کې اړوندې ادارې تر ټولو زیانمنونکو افغانانو ته د مرستو او نورو وسایلو په لېږدولو کې ګډ کار وکړي.
د امریکا سفارت ویلي چې د هرات د زلزله ځپلو په ګډون به دغه مرستې له ژمي مخکې اړمنو کسانو ته ورکړل شي.
د امریکا متحده ایالات له هغو هیوادونو څخه یو دی چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې تر ټولو ډیرې مالي مرستې له دغه هیواد سره کړې دي.
د راپورونو له مخې، امریکا له افغانستان سره له ۲۰۲۱ کال راهیسې د څه باندې دوه میلیارډو ډالرو بشري مرسته کړې ده.

نور خبرونه

رادیو