د پاکستان د ټاکنو کمېسون وايي ټولټاکنې په خپل وخت کېږي

AP ۱۴۰۲ لړم ۴

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د دغه هېواد د ولسمشر دا اندېښنه بې ځایه وبلله چې راتلونکې ټولټاکنې به وځنډېدېږي.

دغه کمېسیون د پنجشنبې په ورځ په خپل اېکس کې د اعلامیې خپرولو سره وايي، د ټاکنو د ځنډېدو امکان نه شته او په خپل وخت به وشي.

د ټاکنو کمېسیون د اعلامیې له مخې؛ د ټاکنو لپاره د حلقو یا حوزو ټاکلو پروسه بشپړه شوې او په دې تړاو د اعتراضونو اورېدو بهیر هم سبا پیلېږي.

د ټاکنو کمېسیون دا غبرګون له هغه وروسته دی، چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي پرون له جیو نیوز سره په مرکه کې وویل، ممکن راتلونکې ټاکنې په خپل وخت ونه شي.

د ټاکنو کمېسیون د مهالوېش له مخې؛ د پاکستان ټولټاکنې د راتلونکي کال په جنورۍ کې کېږي.

نور خبرونه

رادیو