په پاکستان کې د ازادو، عادلانه او معتبرو ټاکنو په ټینګار سره، د دغه هېواد ولسمشر عارف علوي د چهارشنبې په ورځ وویل، باوري نه دی چې په دغه هېواد کې به ټاکنې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې ترسره شي.
د پاکستان د ټاکنو تنظیموونکي په سپټمبر میاشت کې اعلان وکړ، چې د راتلونکي کال د جنورۍ په وروستۍ اونۍ کې به په ټول هېواد کې ټاکنې ترسره کړي؛ خو سیاسي کارپوهان او شنونکي وېره لري چې د پاکستان د خراب اقتصادي وضعیت او سیاسي کړکېچ له امله به ټاکنې نورې هم وځنډېږي.
ټاکل شوې وه، چې ټولپوښتنه د ۹۰ ورځو په ترڅ کې ترسره شوې وای؛ خو د پاکستان د ټاکنو کمېسیون ویلي، چې د وروستۍ سرشمېرنې له مخې د ټاکنیزو حوزو د بیا شمېرلو لپاره نور وخت ته اړتیا ده.
د ټاکنو د نېټې په اړه ښاغلي علوي ويلي:« زه باور نه لرم، چې ټاکنې به د جنورۍ په وروستۍ اونۍ کې تر سره شي.»
هغه زیاته کړه:« زه باور لرم، چې د پاکستان د راتلونکې لپاره دا اړینه ده، چې له خلکو سره د دوی احساسات شریک شي. دوی ته باید ډاډ ورکړل شي، چې ټاکنې به عادلانه او د باور وړ وي او هرڅوک به په کې د ګډون حق ولري.»