د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي، د طالبان له خوا د سختو کړنو او تګلارو سره بد اقتصادي او بشري وضعیت، وروستۍ مرګونې زلزلې او د کډوالو د جبري ستنېدو او د بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره په افغانستان کې بېړنیو اقداماتو ته اړتیا ده.
نوموړي دا خبرې د سې شنبې په ورځ «د لړم په دویمه» د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د خپل وروستي راپور د وړاندې کولو پر مهال وکړې او زیاته یې کړه، چې نړیواله ټولنه باید له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
د بېنېټ په خبره، د افغانستان په زندانونو او توقیف ځایو کې لا هم شکنجې روانې دي او له بشري حقونو څخه سرغړونې کيږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی په افغانستان کې د زدکړو د کیفیت مساله هم یاده کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو له خوا پر دیني زدکړو تمرکز د افغانستان ماشومان له هر اړخیزې پوهې محروموي او د بې کارۍ خطر لا زیاتوي.
نوموړی وايي، چې په دې سره به د بې کارۍ کچه لوړه، د افراطي نظریاتو بنسټ غښتلی او په سیمه او نړۍ کې د تروریزم ګواښ زیاتیږي.
بېنېټ له شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو او مېرمنو د زدکړو او کار پر اړتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې تر اوسه د دغې ستونزې د حل لپاره طالبانو کوم روښانه اقدام نه دی کړی.
د نوموړي په خبره، طالبانو د جنسیت پر بنسټ د ځورونې اقدامات لا زیات کړي او دغه سیستماتیک تبعیض لا ډېرې څېړنې او ارزونې ته اړتیا لري.
بېنېټ له بېلابېلو افغانانو سره د نوموړي د بحثونو نچوړ هم شریک کړ او ویې ویل، چې افغانانو ورسره د افغانستان په اړه بېلابېلې اندېښنې شریکې کړې دي.
په دغه غونډه کې بېنېټ هیله وښوده، چې ملګري ملتونه به د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو په اړه خپل غوڅ دریځ څرګندوي او د افغانستان په اړه به بې تفاوته نه پاتې کیږي.
ریچارډ بنیټ هیله ښودلې چې د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه به د افغانانو د بشري حقونو او افغان میرمنو او نجونو د حقونو څخه پریکنده ملاتړ څرګند کړي.
د روانې اونۍ په پیل کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت «یوناما» د خپل نوي راپور په ترڅ کې ویلي، چې لا هم په افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې کیږي، ښځې له ټولنیز ژوند څخه محرومې او محدودې دي او خپلسرې شکنجې او وژنې روانې دي.
دغه راپور چې د جولایي، اګسټ او سپټمبر د میاشتو له پېښو او ارزونو څخه رغېدلی؛ پکې د ښځو د محدودیتونو تر څنګ د تېر حکومت د کارکوونکو شکنجې، بندیزونه، سرغړونې، رسنۍ او د بدني سزاګانو مفصل معلومات شریک شوي دي.
په دغه راپور کې یوناما خپل پخواني راپور ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د پخواني حکومت د غړو پر وړاندې لا هم خشن چلند روان دی او د عمومي بښنې مساله درسته نه تطبیقیږي.
په راپور کې راغلي، چې د سپټمبر تر نیمایي پورې په زندانونو کې د بندیانو شمېر له ۱۷ زرو څخه لوړ شوی، چې له لس زره هغه اوسط څخه زیاتوالی ګڼل کېږي، چې برحاله د زندانونو د چارو د سمون ادارې یې د ۲۰۲۲ کال له نیمایي راهیسې ساتل په پام کې نیولي.
یوناما وايي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو ریاست له خوا له بندیانو سره په دوامدار ډول نادرست چلند کیږي، هغوی شکنجه کوي او ناوړه چلند ورسره کوي؛ خو د دغې مسالې د تعقیب کومه بدیله لار نه شته.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تېرې دوشنبې په ورځ دغه رد کړی دی.