د پاکستان ټاکنو کمېسیون په رسمي ډول نړۍوالو څارونکو ته د راتلونکو ټاکنو د څارنې بلنه ورکړه

AP ۱۴۰۲ لړم ۳

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د سه شنبې په ورځ نړۍوالو څارونکو ته رسمي بلنه ورکړه، چې د راتلونکو ملي ټاکنو څارنه وکړي او د دوی شته‌والی به رڼښت تضمین او د ټاکنو بهیر پیاوړی کړي.

تمه کېده، چې د اګست په میاشت کې د ولسي جرګې له ړنکېدو څو ورځې وروسته په ۹۰ ورځو کې ملي ټاکنې ترسره شي؛ خو د ټولټاکنو کره شمېره لاهم روښانه نه‌ده.

په ورته مهال، د پاکستان ځینو سیاسي ګوندونو شکایت کړی او غوښتنه یې کړې، چې د ټاکنو کمېسیون دې د ټاکنو کره نېټه اعلان کړي.

له بلې خوا د ټاکنو کمېسیون ویلي:« څارونکي باید د رایې ورکولو بهیر په بې پرې توګه وڅاري او د ټاکنو په اړه دې خپل راپورونه شریک کړي.»

کمېسیون ټینګار کړی، چې بهرني څارونکي باید لومړی د ټاکنو له کمېسیون څخه خپل باورلیکونه ترلاسه کړي.

دغه کمېسیون وایي، چې د نړۍوالو څارونکو لپاره به ټول اړین ترتیبات ونیول شي؛ چې خپلې دندې په اغېزمنه او خپلواکه توګه ترسره کړي.

نور خبرونه

رادیو