اوکراین: په خرسون کې اټومي بټۍ ته نېږدې د روسیې بریدونو د برېښنا مزي زیانمن کړي

AP ۱۴۰۲ لړم ۳

اوکرایني چارواکو ویلي، چې د خرسون په بریسلاو ښار کې د روسیې له هوايي بریدونو وروسته یو ملکي وګړی وژل شوی او اټومي بټۍ ته نېږدې د برېښنا مزي زیانمن شوي دي.

د دغو چارواکو په وینا؛ د روسیې پوځ دغه بریدونه د چهارشنبې په سهار (د لړم په ۳مه) ترسره کړي.

رویټرز د خرسون سیمې د والي الکساندر پروکودین له قوله ویلي، چې په سیمه کې د روسیې په هوايي برید کې یو ۴۲ کلن سړی وژل شوی دی.

د اوکراین د انرژۍ او اوبو وزارت هم د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په خرسون کې د روسیې د برید په نتیجه کې د برېښنا مزي زیانمن شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د خرسون سیمې د والي له قوله ویلي، چې روسي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په خرسون سیمه کې ۳۷ هوايي بریدونه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو