د چین ولسمشر وايي، چې بیجېنګ له واشنګټن سره همکارۍ ته لیوالتیا لري.
شي جېن پېنگ د چین او امریکا ترمنځ د ملي اړیکو د کمېټې کلنۍ ناستې ته د یوه لیک په ترڅ کې ویلي، که واشنګټن او بیجېنګ وتوانیږي د یو بل د منلو لپاره یوه «سمه» لار پرانیزي، دا به د ټولې نړۍ لپاره ارزښتناکه وي.
د چین ولسمشر ویلي، له امریکا سره یې د هېواد اړیکې باید «د دوه اړخیز درناوي، سولهییز ژوند تېرولو او د دواړو خواوو د ګټو» په پام کې نیولو پر بنسټ ولاړې وي.
له امریکا سره د چین د همکاریو په برخه کې د چین د ولسمشر څرګندونې، متحده ایالاتو ته د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د سفر په درشل کې کېږي.
په پام کې ده، چې وانگ یي به سبا (پنجشنبه د لړم څلورمه) امریکا ته سفر وکړي.