د پاکستان هوايي شرکت پي‌ای‌اې د تېلو د نشتوالي له امله ۵۰ نورې الوتنې هم لغوه کړې

AP ۱۴۰۲ لړم ۳

د پاکستان نړۍوال هوایي شرکت د سه شنبې په ورځ د تېلو د کمښت له امله یو ځل بیا خپلې ۵۰ نورې کورنۍ او نړۍوالې الوتنې لغوه کړې.

د پي‌ای‌اې الوتنې تېره اونۍ وروسته له هغه د لغوه کېدو او ځنډ شاهدې وې، کله چې د پاکستان دولتي تېلو (پي‌اېس‌او) د نه تادیه شوي پور له امله دغه شرکت ته د تېلو رسول وځنډول.

د پي‌ای‌اې وياند د پي‌اېس‌او سره د دغو ستونزو له امله، مساپرو ته د اوښتي تکليف لپاره بخښنه غوښتې ده.

د پي‌ای‌اې د تېلو کړکېج پر داسې مهال رامخته کېږي، چې دغه شرکت په پام کې لري په راتلونکو دوو میاشتو کې انګلستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.

نور خبرونه

رادیو