د روسنفت شرکت اجراييه مشر د روسيې او چين تر منځ د سوداګرۍ چټک زياتوالي ته اشاره وکړه او ټينګار يې وکړ چې مسکو له امريکا وروسته د بېجينګ تر ټولو ستر بهرني سوداګريز ملګري کېدو ته پر لاره دی.
تسنیم آژانس د روسي رسنۍ، رشیا ټوډې په حواله لیکي، د روسنفت شرکت اجرایي مشر ایګور سیچین په بیجینګ کې د روسیې او چین د انرژۍ د سوداګرۍ په کنفرانس کې ټینګار وکړ، چې مسکو له امریکا وروسته د بېجینګ تر ټولو لوی بهرني سوداګریز ملګري کېدو ته پر لاره دی.
د دغه راپور له مخې، چین له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د روسیې تر ټولو لوی سوداګریز شریک دی، خو برعکس د دوې موضوع ریښتنې نه وه.
سږ کال مسکو د بېجينګ د بهرنيو همکارانو په نوملړ کې څلورم ځای نيولی، خو سږ کال د دوه اړخيزې سوداګرۍ زياتوالی په دې ډلبندۍ کې د بدلون څرګندونه کوي.
د روسنفت شرکت اجراييه مشر وويل: «که د مسکو او بېجينګ دوه اړخيزه سوداګري په همدې ډول دوام ومومي، روسيه ښايي په راتلونکو کلونو کې له امريکا وروسته د چين دويم ستر سوداګريز شريک و اوسي.»
سیچین زیاته کړه چې دغه کار به روسیه له جاپان او سوېلي کوریا څخه مخکې کوي، ځکه چې دغو دواړو هیوادونو د چین سره د دوی دوه اړخیزه سوداګري په چټکۍ سره کمه شوې ده.
هغه دا هم وويل چې د ۲۰۲۳ کال په لومړيو نهو مياشتو کې د روسيې او چين تر منځ د سوداګرۍ حجم نېږدې ۳۰ سلنه زيات شوی او شاوخوا ۱۷۶ مليارډو ډالرو ته رسېدلی دی.
سيچين وويل: «په دې باور یم چې زموږ د هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ حجم به سږ کال له دوه سوه مليارډو ډالرو څخه زيات شي.»
هغه پر دې ټينګار وکړ چې په تېرو پنځو کلونو کې د دواړو هېوادونو ټولټال مالي تبادله ۶۶۰ مليارډو ډالرو ته رسېدلې او چين ته د روسيې د صادراتو په سلو کې ۷۵ برخه انرژي جوړوي.
د روسنفت مشر د لویدیځو هیوادونو لخوا لګول شوي بندیزونو ته هم اشاره وکړه چې په عمده توګه روسیه او تر یوې اندازې پورې چینایي شرکتونه په ځانګړي توګه د ټیکنالوژۍ په برخه کې په نښه کړي، هغه وویل چې که څه هم چین او روسیه دا مهال د مخ په زیاتیدونکي بهرني فشار لاندې دي، خو بیا هم د «خپل اقتصاد په جوړښت او تنظیم بوخت دي.»