د پنجاب حکومت د فساد په قضیو کې د نواز شریف د سزا اورولو پرېکړه وځنډوله

AP ۱۴۰۲ لړم ۲

د پنجاب لنډمهاله حکومت د فساد په قضیه کې د پخواني لومړي وزیر نواز شريف سزا ځنډولې ده.

سرچینې وایي، چې حکومت د جزا قانون د ۴۰۱ بند له مخې د خپل واک په کارونې سره د نوازشریف سزا وځنډوله.

د جزا قانون د ۴۰۱ بند له مخې، حکومت حق لري چې د مجرم سزا وځنډوي.

مخکې له دې چې د مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف په ۲۰۱۹ کال کې د درملنې لپاره لندن ته ولاړ شي، د نوموړي سزا هغه مهال هم ځنډول شوې وه.

د پنجاب د اطلاعاتو سرپرست وزیر عامر میر ویلي، حکومت د قانون له مخې د خپل واک په کارولو سره د نواز شریف سزا ځنډولې.

خو د دغه هېواد د قانون له مخې، حکومت يوازې سزا ځنډولاى شي په بشپړه توګه يې نه شي ختمولی.

نور خبرونه

رادیو