د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف به نن سه شنبه د اسلام اباد سترې محکمې ته حاضر شي، چې د فساد په دوو جلا قضیو تورن دی.
تر دې وړاندې درې ځله نوازشریف په لسو، او اوو کلونو بند محکوم شوی و؛ خو د محکمې لهخوا اجازه ورکړل شوه چې د اته اونیو لپاره په ضمانت لندن ته د درملنې لپاره سفر وکړي.
ښاغلی شریف له څلور کلنې جلاوطنۍ وروسته تېره اوونۍ د اکټوبر په ۲۱مه بېرته پاکستان ته ستون شو او له یوې محکمې څخه یې تر نن ورځې پورې ضمانت ترلاسه کړی و.
نوازشریف محکمې ته په خپلو وړاندې شویو غوښتنلیکونو کې ویلي، چې هغه په بشپړه توګه روغ شوی نه دی، که څه هم هغه د "خراب اقتصادي وضعیت" له امله هېواد ته د راستنېدو پرېکړه کړې او په محکمه کې د هغه غیر حاضري قصدي نه وه، ځکه چې د هغه درملنه په لندن کې د کورونا وبا له امله ځنډېدلې وه.
شریف د ۲۰۱۸ کال په جولای میاشت کې له خپلې لور، مریم نواز او زوم محمد صفدر سره د فساد په یوې قضیه کې تورن وپېژندل شو، که څه هم د وروستیو دوو کسانو سزاګانې وروسته لغوه شوې وې.
د شنونکو په وینا، ښایي چې محکمه به د نوازشریف د ضمانت وغځوي.