د ډله ییزو امنیتي تړونونو د سازمان د عمومي منشي مرستیال اعلان وکړ، چې مخدره توکې له افغانستان څخه د دغه تړون غړو او نورو هېوادونو ته واردیږي.
والري سمریکوف ټینګار وکړ، چې دغو هېوادونو ته د مخدره موادو د ننوتلو د مخنیوي لپاره ټولې لازمه پرېکړې به ونیول شي.
نوموړي د سې شنبې په ورځ (د لړم په دویمه) په مینسک کې د ګډو امنیتي تړونونو د سازمان د نشه یي توکو له قاچاق سره د مبارزې د همغږۍ شورا د ۲۵مې ناستې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، چې له افغانستان سره باید د تاجکستان پوله پیاوړې شي.
په دې ناسته کې د ارمنستان، قزاقستان، قرغزستان، روسیې، تاجکستان او بیلاروس د کورنیو چارو وزرات استازو حضور درلود.
ښاغلي سمریکوف وویل، چې د دغه سازمان غړو هېوادونو د نشه يي توکو پر وړاندې د جرایمو د مخنیوي لپاره د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د ټینګولو د پروګرام د پراختیا چارې بشپړې کړې دي.
د روسي رسنیو د راپور له مخې؛ والري سمریکوف زیاته کړه: «موږ به هر هغه څه وکړو چې په نېږدې راتلونکي کې دا پروګرام د ډله ییز امنیتي تړون سازمان د هېوادونو د مشرانو لخوا تصویب شي؛ ترڅو موږ یې سمدستي پلي کړو».
نوموړي د یاد پروګرام په اړه جزییات نه دي وړاندې کړي؛ خو خوښي یې څرګنده کړه چې د یاد پروګرام پلې کېدل به هېوادونو ته د مخدره توکو د ننوتلو په برخه کې د پام وړ تاثیرات ولري.
د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د نشه يي توکو د قاچاق د زياتوالي په اړه په داسې حال کې اندېښنې شته، چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د کوکنارو پر کښت، پېر او پلور بنديز لګولى دى.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۸مه غونډه کې ویلي وو، چې دغه هېواد په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره پر پوله له لسو ټنو ډېر نشه یې توکي نیولي دي.