حماس هغه دوه اسراییلۍ مېرمنې چې د تلې په پنځلسمه یې نیولې وې، د دوشنبې په ورځ خوشې کړې.
د اسراییل حکومت په یوې وینا پاڼه کې ویلي، چې ۷۹ کلنه نوریت کوپر او ۸۵ کلنه یوخوید لیفشیتز خوشې شوې دي؛ خو د دوی مېړونه لا هم د حماس په لاس کې دي.
حماس د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د مصر او قطر د منځګړیتوب په ځواب کې یې دوه زړې اسراییلۍ ښځې د روغتیایي دلایلو له مخې خوشې کړې دي.
د سره صليب نړۍوالې کمېټې هم د دغو دوو اسراييلۍ مېرمنو خوشې کېدل تاييد کړي دي.
دغې کمیټې اعلان وکړ، چې اسراییلۍ یرغمل شوې بندیانې نن مازدیګر له غزې را اېستل شوې دي.
په همدې حال د مصر دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه دوه میرمنې د رفح له لارې مصر ته ننوتې دي.
د حماس د پوځي څانګې عزالدین قسام لوا ویاند ابو عبیده د دوو برمته شویو د خوشې کولو په اړه په یوه بیان کې وویل:« موږ د دوی د خراب روغتیايي وضعیت له امله د خوشې کولو پرېکړه وکړه.»
حماس تر دې مخکې د جمعې په ورځ یوه امریکايي مور او لور هم خوشې کړې وې.
خو له دې سره، شاوخوا ۲۱۰ نور یرغمل شوي کسان د حماس په بند کې دي.
حماس تر دې مخکې اعلان کړی و تر هغو به د یرغمل شویو کسانو د برخلیک په اړه خبرې ونه کړي، چې اسراییل پر غزې خپل بریدونه بند کړي نه وي.
په همدې حال کې امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د بایډن ادارې له اسراییل غوښتي، چې د مذاکراتو د پرمختګ او غزې ته د بشردوستانه مرستو تر رسېدو پورې پر غزې ځمکنی برید وځنډوي.
حماس د تلې په ۱۵ مه وتوانېد، د یوه ناڅاپي برید په ترڅ کې اسراییل ته ننوځي او تر ۲۰۰ زیات کسان یرغمل کړي.
په دغه برید کې ۱۴۰۰ اسراییلیان چې ډېری یې ولسي وګړي وو، هم وژل شوي وو.