په پنجاب ایالت کې د ډينګي ناروغۍ د زياتېدو له امله اندېښنې زیاتې شوې، یوازې لاهور کې د ډینګي ۱۰۴ نوې پېښې ثبتې شوې دي.
د لاهور په ګډون پنجاب کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ډينګي په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
په ټول ایالت کې د ډینګي تبې د ۱۷۶ نوېو پېښو د ثبتېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د دغه ایالت روغتيا رياست دا شمېرې خپرې کړې دي، چې په وينا يې تېره ورځ يوازې په لاهور کې د ډينګي ۱۰۴ پېښې ثبتې شوې وې.
د صوبې په نورو سترو ښارونو لکه راولپنډۍ کې ۲۰، ملتان کې ۲۲، فیصل اباد کې ۹ او سرګودها او سیالکوټ دواړو کې د ډینګي دوه، دوه پېښې ثبتې شوې دي.
د روغتیا د څانګې د تازه شمېرو له مخې، دمګړۍ په پنجاب کې په ډينګي تبې د ټولو اخته ناروغانو شمېر ۸۰۰۳ تنو ته رسېدلی چې د تېر کال پرتله د پام وړ زياتوالی ښيي.