پوتین او اردوغان د غزې پر استوګنځیو د اسراییل برید د نه منلو وړ بللی

AP ۱۴۰۲ لړم ۲

د روسیې او ترکیې ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوغان د ټیلیفوني خبرو له لارې په غزه کې پر استوګنځیو، دیني او ټولنیزو تاسیساتو برید د «نه منلو وړ» بللی دی.

کرملین په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دوی په غزه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دغې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو مشرانو د سې شنبې په ورځ (د لړم په دویمه) د غزې د جګړې په اړه خبرې وکړې.

د وروستیو راپورونو له مخې؛ په غزه کې تر ۵۳۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او ۱۸ زره نور ټپیان شوي دي.

د کرملین ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې؛ ښاغلی پوتین او اردوغان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د ترکیې د سیاسي او ډېپلوماتیکو اقداماتو له لارې د وینې تویېدنې د مخنیوي او غزې ته د بشري مرستو د بې خنډه رسولو په اړه د روسیې هڅې وستایلې.

ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوغان ټینګار وکړ، چې د یوه خپلواک فلسطیني دولت جوړېدل به د سولې او امنیت لامل شي.

نور خبرونه

رادیو