د غزې چارواکي: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۰۰ فلسطینیان وژل شوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲

د غزې چارواکي وایي، چې د اسراییل د هوايي عملیاتو له پراخېدو سره په تېرو ۲۴ ساعتونو ۷۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا؛ دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مرګ ژوبلي تر ټولو لوړ شمېر دی.

د رویټرز په حواله؛ د غزې د روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ (د اکټوبر په ۲۴مه) وویل، چې د اسراییل په شپنیو هوایي بریدونو کې له ۷۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

اسراییل چې د حماس د جنګیالیو د ځپلو لپاره د هوايي عملیات پیل کړي او د اکټوبر له اومې نېټې یې پر غزې خونړي حیرانوونکي بریدونه کړي، دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو لوړه مرګ ژوبله ده.

اسراییل ویلي، چې په محاصره شوې سیمه کې یې د حماس لسګونه جنګیالي وژلي؛ خو زیاته کړې یې ده، چې حماس اسلامي ډلې د له منځه وړلو لپاره به یې جګړه اوږد مهاله شي.

د اکټوبر په اومه حماس د اسراییل په سویلي برخو برید وکړ او له امله یې ۱۴۰۰ کسان چې ډېری یې ولسي خلک وو ووژل، د حماس د برید په ځواب کې د غزې تړانګه د اسراییل د سختو بریدونو لاندې راغله.

مرستندویه سازمانونو په غزه کې د بشري ناورین د رامنځته کېدو خبرداری ورکړ؛ خو د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون اسراییل ته تللی او له دې هېواده یې خپل ملاتړ اعلان کړی.

هغه د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په کتنه کې وویل، فرانسه له حماس سره په جګړه کې له اسراییل سره «اوږه په اوږه» ولاړه ده. هغه زیاته کړه چې «له قوانینو پرته» جګړه باید ونه شي.

ملګرو ملتونو هم له اسراییل وغوښتل، چې غزې ته د لا زیاتو مرستو د داخلېدو اجازه ورکړي او ویلي یې دي، چې دې مرستو تر اوسه د ځپل شویو خلکو د اړتیا یوه کوچنۍ برخه پوره کړې ده.

د امریکا پخواني ولسمشر د غزې په تړانګه کې پر فلسطینیانو د اوبو، خوړو، او برېښنا پرېکولو غبرګون ښودلی.

هغه وویل چې ښايي په غزه کې د اسراییل ځینې کړنې له اسراییل نړۍوال ملاتړ کمزوری کړي.

ملګرو ملتونو دې ته په اشارې چې سيمې ته د مرستې رسولو پر مهال به یې کارکوونکي خوندي وي یا نه وویل، چې د اسراییل او حماس له جګړې لسیزې تېریږي او تل په دې خونړيو بریدونو کې د اوربند امکان په ځنډ لیدل شوی.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې د اکټوبر له اومې نېټې راپه دې خوا د حماس تر ولکې لاندې سیمو کې د اسراییل د بریدونو په پایله کې د۲۳۶۰ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۵ زره ۷۹۱ تنه فلسطینیان وژل شوي دي.

یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ټولټال ۷۰۴ تنه وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اشرف القدره ویلي، دا په تېرو دوه اونیو کې چې اسراییل پر غزې بریدونه کړي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مرګ ژوبلې تر ټولو زیات شمېر دی.

نور خبرونه

رادیو