د خېبر پښتونخوا په بنو کې د ګاز اېستلو کمپنۍ په امنيتي کسانو بريد مرګژوبله اړولې ده

AP ۱۴۰۲ لړم ۲

ځايي سرچينې وايي نن سهار وختي د خېبر پښتونخوا بنو ولایت په غوره بکاخېل سيمه کې د ګاز اېستلو يوې کمپنۍ د امنيتي ساتونکو د موټرو په کاروان نامعلومو وسله والو برید کړی چې له امله یې اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د وسله والو په ډزو کې یو عسکر وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

حکومتي چارواکي وايي د برید شاوخوا سیمه د ځايي امنیتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې او د پلټنې عملیات روان دي.
عیني شاهدان وايي د برید له ځايه په ولسي ګاډو او امنیتي کسانو په موټرو کې ټپیان د بنو سیمه ییز روغتون ته لیږدول شوي.
ځايي امنيتي سرچینې وايي په وسله والو پسې يې د پلټنې پراخ عملیات پیل کړي او هڅه کوي چې ژر يې پیدا کړي.
د دغه برید مسوولیت لا هم کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.
تر دې وړاندې هم د خيبر بښتونخوا، وزیرستان او کرمې ایجنسۍ په بیلابیلو سیمو کې په امنيتي ځواکونو بریدونه شوي او مرګژوبله یې اړولې ده.

نور خبرونه

رادیو