د نړۍ تر ټولو زوړ سپی، چې بوبي نومیده د دوشنبې په ورځ (د اکټوبر په ۲۳مه) په پرتګال کې د ۳۱ کلنۍ په عمر ومړ.
دا له نېږدې اتیا کلونو وروسته تر ټولو ډېر عمر لرونکی سپی دی.
بوبي ۳۱ کاله او ۱۶۵ ورځې ژوند وکړ او هغه ریکارډ یې مات کړ، چې له ۱۹۳۹ میلادي کال راهیسې د اسټرالیایي سپي له خوا جوړ شوی و، چې په ۲۹ کلنې کې ومړ.
هغه د روان کال په فیبروري کې د نړۍ تر ټولو زوړ سپی ونومول شو.