د بارک اوباما خبرداری: کېدای شي په غزه کې د اسراییل ځینې کړنې معکوسه پایله ولري

AP ۱۴۰۲ لړم ۲

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما خبرداری ورکړی، چې ښايي په غزه کې د اسراییل ځینې کړنې له اسراییل نړۍوال ملاتړ کمزوری کړي.

اوباما ویلي، هره هغه پوځي تګلاره چې په کې د جګړې انساني زیانونه له پامه وغورځول شي، "پایله یې معکوسه راخیژي ."

اوباما د دوشنبې په ورځ وویل: «د اسراییل دولت پرېکړه چې له مخې یې د غزې پر ولسي خلکو اوبه، خواړه او د برښنا پرې کېدل دي، نه یوازې دا چې انساني ناورین زیاتوي؛ بلکې کېدای شي په دې سره د فلسطینېانو لیدلوری په راتلونکي کې بدل کړي. وال ملاتړ هم ورسره له لاسه وځي، د اسراییل دښمنانو لاس ازادولای شي او ورسره په اوږد مهال کې د سیمې سولې او ټیکاو هم زیانمنېدای شي.»

د اکټوبر په اوومه کله چې حماس د اسراییل په سویلي برخو برید وکړ او له امله یې ۱۴۰۰ کسان چې ډېری یې ولسي خلک وو ووژل شول، د غزې تړانګه د اسراییل د سختو بریدونو لاندې راغله.

اوباما سره له دې چې د حماس د دغو بریدونو غندنه کوي او د اسراییل د دفاع څخه په ننګه ولاړ دی؛ خو ورسره په دغسې جګړو کې د ولسي وګړو د وژلو له امله د رابرسېره کېدونکو ګواښونو په اړه هم ګوت څندنه کوي.

دا معلومه نه ده، چې ایا اوباما به خپله وینا د ولسمشر بایډن سره چې شاوخوا اته کاله د اوباما مرستیال و شریکه کړې وي که څنګه؟

اوباما د خپلې ولسمشرۍ پر مهال تل د اسراییل څخه ملاتړ کاوه؛ خو کله به چې په هوايي بریدونو کې د فلسطینیانو د ولسي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوه، نو په اسراییل به یې غږ کاوه چې له زغم کار واخلي.

د غزې تړانګه چې ۴۵ کیلومتره اوږده پرته ده، ۲.۳ مېلیونه خلک په کې ژوند کوي او له ۲۰۰۷ کال را په دې خوا د حماس ډلې له‌خوا چې د ایران په ملاتړ اداره کېږي؛ خو د اسراییل له‌خوا کلابنده ده.

د اسراییل له بریدونو وروسته دغلته د اوبو، برېښنا، غازو او درملو په لېږد بندیز لګول شوی؛ خو په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتوني ګوتریش له ورتګه وروسته د غزې او مصر ترمنځ د پولې د خلاصون لپاره اسراییل اجازه ورکړې، چې په خوړو او درملو بار لارۍ دغې سیمې ته ننوځي.

په هماغه وخت کې هم ملګرو ملتونو ویلی و، چې شاوخوا ۴۰ زره استوګنځایونه زیانمن شوي او ۱۳ زره کورونه په چورلټ ډول نړېدلي دي.

دا رنګه په غزه کې له ۵۰۰۰ زیات فلسطینیان هم وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو