د چین ولسمشر شي جین پینګ خپل دفاع وزیر له دندې ګوښه کړ

AP ۱۴۰۲ لړم ۲

د چین مرکزي ټلویزیون راپور ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر شي جین پینګ د یوه فرمان په لاسلیکولو سره د خپل حکومت د دفاع وزیر له دندې ګوښه کړی دی.

لي شنګ فو د تېر سنبلې په اومه نېټه په عام محضر کې وليدل شو.

هغه په ​​همدې ورځ په بېجينګ کې د چين او افريقا د سولې او امنيت په درېيم فورم کې وينا وکړه.

خو له هغه وروسته د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو په ملي جشن کې هم نه دی ليدل شوی.

د چين مرکزي ټلويزيون د دوشنبې په ورځ د ( لړم ۲مه) خبر ورکړ چې لي شانګ فو د چين د ولسمشر د فرمان له مخې د چين د ولسي جمهوريت د دولتي شورا د غړي او د دفاع د وزير په توګه له خپلې دندې لېرې شو.

د هغه ځای ناستی تر اوسه نه دی اعلان شوی.

لي شنګ فو د شي جين پينګ په کابينه کې دویم لوړ پوړی وزير دی، چې په دې وروستيو کې له کوم رسمي توضيحاتو پرته له دندې ګوښه شو.

له دې مخکې د بهرنیو چارو پخواني وزیر چن ګنګ د جولای په میاشت کې د خلکو له سترګو څخه د دوه میاشتې غیر حاضرۍ وروسته له دندې ګوښه شو.

د فاینینشل ټایمز د رايور په وینا؛ هغه د ټلویزیون یوې کارکونکې سره د واده پرته اړیکه درلوده.

نور خبرونه

رادیو