د بلوچستان نشنل ګوند مشر سردار اختر مینګل اعلان کړی چې د بلوچستان د وډه په نوم سیمې د ناسم امنتي وضعيت په ضد به دوی د ګوند پخواني پارلماني غړي د اکټوبر په ۳۰ مه په اسلام آباد کې د اعتراض په ډول پرلت پیل کړي.
د نوموړي په خبره چې د «وډه سیمې د اوسني ناسم وضعيت تر شا د مرکزي او صوبايي حکومت لاس دی چې له امله یې نه یوازې په وډه سیمه کې د امنیت حالت خراب دی بلکې، حکومت د لادرکه بلوڅانو د غږ پورته کولو په تور موږ په سیاسي میدان کې هم نه پریږدي.»
نوموړي دا خبره تېره شپه په کوټه کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې ده
پرون د یک شنبې په ورځ د بلوچستان نشنل ګوند د مشر سردار اختر مینګل د خپلې پلرنۍ سیمې وډه څخه لاریون پیل کړی وو.
په دغه لاریون کې د یاد ګوند ګڼ شمېر پلویانو برخه اخیستې وه.
خو د بلوچستان صوبايي حکومت د سردار اختر مینګل دا تورنه رد کړي دي او ویلي يې دي چې ښاغلی مینګل د سیاسي ګټو د لاسته راوړلو په پار دا خبرې کوي.