د اسراييل دفاع وزير: پر غزې ځمکنی بريد ښايي لږ تر لږه درې مياشتې وخت ونيسي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱

د اسراييل دفاع وزير د يکشنبې په ورځ (د تلې ۳۰مه) وويل چې پر غزې د اسراييل ځمکنی بريد ښايي له يوې تر درېيو مياشتو وخت ونيسي.

یواو ګالانټ په خوشبینۍ سره زیاته کړه: «که چیرې اسراییل د حماس ترهګرې ډلې په له منځه وړلو کې بریالی شي نو دا به له غزې څخه وروستی برید وي.»

ګالانټ د یکشنبې په ورځ د اسراییل په پلازمېنه تل ابیب کې د اسراییل د هوايي ځواکونو د قوماندې په مرکز کې لوړ پوړو افسرانو ته وویل «هیڅ څه شی به د اسراییل د پوځ مخه و نه نیسي او دا باید په غزه کې وروستی مانور وي، ځکه چې له دې وروسته به حماس دلته نه وي.»

هغه څرګنده کړه: «مخکې له دې چې حماس زموږ له ټانکونو او پياده ځواکونو سره مخامخ شي، زموږ د هوايي ځواک له بریدونو سره به مخامخ شي.»

اسراییل په وار وار د حماس د له منځه وړلو ژمنه کړې او په خپلو هوايي بریدونو کې د حماس قومندانان او بنسټونه په نښه کوي.

د اسراییل د پوځ ویاند دانیل هاګاري وویل چې هیواد به یې په سملاسي توګه پر غزې خپل بریدونه زیات کړي چې پر حماس فشار زیات کړي او د «تر ټولو غوره شرایطو» لاندې د جګړې بل پړاو ته به داخل شي.»

د اسرايیل د پوځ لوی درستیز هم ویلي چې د دوی ځواکونه غزې ته د ننوتلو لپاره چمتووالی نیسي.

نور خبرونه

رادیو