د سوېلي پښتونخوا چمن اوسېدونکو، سوداګرو او د ځايي سیاسي ګوندونو غړو دوه ورځې وړاندې پر سپین بولدک ـ چمن دروازه په پاسپورټ د تګ راتګ په غبرګون پرلت وهلی او نن د (لړم ا نېټه) هم دوام لري.
پرلت کوونکي وايي، تر هغه به پرلت غځوي چې د پاکستان حکومت له لوري یې غوښتنې نه وي منل شوې.
نن دوشنبه د دغه پرلت دریمه ورځ ده او لا هم دوام لري.
پرلت کوونکو تېره ورځ ویلي و چې د پاکستاني پاسپورټ اخېستلو له بهیر سره یې پرېکون اعلان کړی.
په چمن کې د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي: «د پرلت په شاوخوا سیمه کې انټرنیټې خدمتونه او تلفیوني شبکې راباندې بندې شوې دي، ځکه چې زموږ دغه اعتراض خاموشه شي. خو موږ له خپلو غوښتنو هیڅکله نه تېریږو. موږ به تر هغه وخت دلته ناست یو تر څو مو چې غوښتني نه وي منل شوې.»
د پاکستان د حکومت له لورې پرېکړه شوې چې د سپین بولدک ـ چمن په دوازه تګ راتګ به په پاسپورټ او ویزه تر سره کیږي.
پرلت کوونکي د پاکستان پر حکومت نیوکې کوي. او وايي پاکستان په لوی لاس غواړي دلته د مېشتو قبایليو کاروبار زیانمن کړي.
د خدای میرخان اڅګزي په نوم د چمن ښار یو قومي مشر وايي: «حکومت ظالم دی، غواړي دلته پر موږ د ژوند کولو کړۍ تنګه کړي خو موږ د پاکستان هرې ناروا غوښتنې ته هیڅکله نه تسلیمږو. موږ په دغه دروازه د تګ راتګ له پاره پاسپورټ نه منو.»
له تېري یوې میاشتې راهیسې د سپین بولدک ـ چمن په دروازه باندې د پاکستاني ځواکونو له لوري، افغان مساپرو او ځایي سوداګرو ته ستونزې جوړیږي او په هرو دوو ورځو کې یاده لاره په ځنډني ډول د تګ راتګ پر مخ تړل کیږي.
همدارنګه په سوېلي پښتونخوا کې د بشري حقونو فعال حمیدالله پرلت ته د وینا پر مهال وايي: «موږ هیڅلکه د پنجاب دا ډول پرېکړې نه منو. دا هیڅ امکان نه لري چې موږ له خپل کوره بیا تر کار ځایه پر پاسپورټ تګ راتګ کړو.»
په سپین بولدک او چمن کې ځايي سرچینې وايي، د تېرو پنځو ورځو راهیسې پر سپین بولدک ـ چمن دروازه تګ راتګ د پخوا په پرتله ستونزمن شوی دی.