د بشری حقونو د څار ادارې له سراج الدین حقانی سره د جاپان د سفیر لیدنه غندلې

AP ۱۴۰۲ لړم ۱

د بشری حقونو د څار ډلې د ښځو د څانګې مشرې هیدر بار د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره د جاپان د سفیر تاکاشي اوکادا په لیدنه نیوکه وکړه او د جاپان حکومت یې "یو تکراری متخلف" وباله.

هیدر بار پر اېکس ټولنیزې پاڼې په یوه یادښت کې دا لیدنه د کومې مېرمنې د نشتوالي له امله ناهیلې کوونکې وبلله.

نوموړې په طنزیه انداز ویلي: “څنګه له طالبانو سره تعامل وشي: لومړی ټول باید سړی ور ولېږئ، د عکسونو لپاره پوزبند وتړئ او درېیم طالبانو ته اجازه ورکړئ چې په رسنیو کې یې سرچپه انعکاس کړي”.

په دې وروستیو کې د جاپان پخوانیو او نویو سفیرانو د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقانی سره وکتل او له افغانستان سره یې د جاپان د دوامداره همکاریو اعلان وکړ.

د جاپان له سفیرانو سره په خبرو کې هېڅ ښځینه ګډون نه درلود.

د بشری حقونو د څار ادارې د ښځو د څانګې مرستیالې دغه سفرونه "نا هیلي کوونکي" بللي او د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غېر دایمي غړي په توګه د جاپان د رول اهمیت ته یې اشاره کړې ده.

د جاپان سفیر تر دې مخکې په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره وکتل او ورسره یې خبرې وکړې.

د بشری حقونو د څار ادارې په یوه اعلامیه کې په ترکمنستان، برېتانیا، چین، قزاقستان، پاکستان، مالیزیا، قطر، روسیې او ازبکستان کې له طالبانو سره په غونډو کې د ښځو پر نشتوالي نیوکه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو