د پاکستان دولتي هوایي شرکت (پي ای اې) د مالي کړکېچ د زیاتېدو او د تېلو د نشتوالي له امله ۲۶ الوتنې نه دي شوې.
د پاکستان د تېلو دولتي شرکت (پي اېس او) دې هوايي کرښې ته د تېلو په برابرولو کې پاتې راغلی دی او له امله یې الوتنې سختې اغېزمنې شوې دي.
د جیو نیوز د یکشنبې ورځې د راپور له مخې؛ د الوتنو د ځنډېدو له امله مسافر هم له ستونزو سره مخ شوي دي.
سرچینو دې رسنۍ ته ویلي، چې د دولتي هوايي کرښې دا الوتنې د کراچۍ، اسلام اباد، کوېټې، بهاولپور، لاهور، ګوادر او ملتان ته ځنډېدلې دي.
سرچینې وايي، په لاهور، اسلام اباد، کوېټه، سیالکوټ، ملتان او پېښور هوايي ډګرونو کې هم د پاکستان هوايي کرښې الوتنې لغوه شوې دي.
ډان ورځپاڼې هم تېره اورنۍ وویل، چې د پاکستان دولتي هوايي شرکت د دیوالیه کېدو په حال کې دی.
دغې ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د پاکستان موقت لومړي وزیر انورالحق کاکړ د دغه شرکت د خصوصي کولو بهیر د ګړندي کولو لپاره هڅوونکي امرونه صادر کړي.
ویل کېږی دا هوايي شرکت ۷۴۳ میلیارده کلدارې پوروړی هم دی.