نواز شریف د خپلو پلویانو غونډه کې د ګډون لپاره لاهور ته ورسېد

AP ۱۴۰۲ تله ۲۹

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف له اسلام اباد وروسته د ده لپاره په جوړه شوې هرکلي غونډه کې د ګډون لپاره لاهور ته لاړ.
نواز شریف نن په بریتانیا کې له څلور کلنې جلاوطنۍ وروسته اول اسلام اباد ته لاړ چې قانوني سندونه لاسلیک کړي.

په اسلام اباد هوايي ډګر کې د اسحاق ډار او اعظم نذیر تارړ په ګډون د دغه ګوند مهم مشران د نوموړي هرکلی وکړ.

نواز شریف د خپل ګوند له قانوني ټیم سره تر مشورې وروسته په ایون فیلډ او العزیزیه دوسیو کې د سزا خلاف د استناف غوښتنې ژوندي کولو درخواست لاسلیک کړ.

نوموړی په اسلام اباد هوايي ډګر کې تر دوو ګړیو تېرولو وروسته لاهور ته په الوتکه کې لاړ چې د ده په ویاړ د هرکلي غونډه کې ګډون وکړي.

د مسلم لیګ مشران وايي، چې قضايی ادارې د نواز شریف د نه نیولو ډاډ ور کړی دی.

خو له دې سره سره د پاکستان احتساب محکمې د توشه خانې دوسیه کې د نوموړي د نیولو وخت دوه ورځې ځنډولی دی.

مالومه نه ده چې تر دوو ورځو وروسته به له نواز شریف سره څه کېږي.

نور خبرونه

رادیو