د چین ولسمشر وايي، بېجینګ له اسلام اباد سره همکاري زیاتول او نږېدوالي ته مایل دی، خو په دغه هېواد کې د چینايي ادارو او کارمنانو امنیت او خوندیتوب تضیمېندل هم غواړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې شي جنپینګ دا خبره وړمه ورځ د پاکستان له لومړي وزیر سره په لیدنه کې کړې.
چین د پاکستان نږدې ملګری او پانګوال دی، خو په وروستیو کلونو کې بېلتونپالو او اسلامپالو وسلوالو پر چینايي پروژو بریدونه کړي او د دغه هېواد وګړي یې وژلي دي.
د چین ولسمشر شي جنپینګ د پنجشنبې په ماښام د پاکستان سرپرست لومړي وزیر سره – چې لار او کمربند غونډه کې د ګډون لپاره چین ته تللی- لیدلي دي.
شي جنپینګ په دغه لیدنه کې انوارالحق کاکړ ویلي، چې دواړه هېوادونه بايد د د اقتصادي دهلېز پرمختللې نسخه تعقیب کړي، صنعتي پارکونو، د کرنې او کانونو، نوېدونکې انرژۍ او د ټرانسپورټ د سترو پروژو د ژر پلي کېدو په برخو کې همکارۍ زیاته کړي.
خو په ورته مهال یې په پاکستان کې د چینايي ګټو د امنیت خوندي کولو غوښتنه هم وکړه: «موږ هیله لرو چې پاکستانی لوری به په پاکستان کې د چینايي بنسټونو او کسانو د خوندیتوب ضمانت هم وکړي.»
د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د چارشنبې په ورځ وویل، چې دغه هېواد د سيپک پروژې له مخې د ۲۵ میلیارد ډالرو په ارزښت له ۵۰ ډېر پروژې بشپړې کړې ذي.
سیپیک د چین د بي ار ای اړوند پروژه ده چې پاکستان ته پکې د سړک، پټلۍ او نورو بېخ بنسټونو د پراختیا لپاره ۶۵ میلیارد ډالر ور کړل شوي دي.