ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې اووه زره ۵۰۰ میندوارې میرمنې رواني او ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري. ډېرو یې خپل خپلوان له لاسه ورکړي دي.
د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق د زیږون د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د ۱۱.۵ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې ده.
ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ ـد تلې په ۲۸مه ـ په یوه راپور کې د افغانستان په لویدیځ کې د زلزلې پر روغتیايي پایلو بحث کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، د افغانستان په لوېدیځ کې د زلزلې له امله له ۲۱ زره ۵۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي او شاوخوا ۱۷ زره کورونه سخت زیانمن شوي دي.
اوچا د اغیزمنو سیمو دوه پر دریمه برخه ارزولو سره موندلې، چې د افغانستان په لویدیځ کې د زلزلې له امله له ۱۵۴ زرو ډیر کسان اغیزمن شوي.
ملګري ملتونه وايي، په زلزله ځپلو سیمو کې روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي برخه سخته اغېزمنه شوې او لږ تر لږه ۴۰مرکزونه زیانمن شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې شاوخوا ۵۸۰ زره کسانو ته د خدماتو وړاندې کول سخت ټکني شوي دي.
په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان د بېړنیو حالاتو د ډلې مشر هم ویلي، چې «روغتیايي کارکوونکي هم له دې ناورین څخه اغېزمن شوي دي». هغه وویل چې د زلزلې روغتیایي پایلې «حیرانونکې» دي.