په اسراییل کې د الجزیرې خبري شبکې دفتر بندېږي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۹

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د حکومت کابینې په دغه هېواد کې د الجزیرې د خپرونو د بندېدو امر کړی دی.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت فارسي پاڼې د جمعې په ورځ (د تلې ۲۸مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې، دغه حکم د «جګړې د وخت د بېړنيو مقرراتو» پر بنسټ صادر شوی.

دغې پاڼې د اسراییل د اطلاعاتو د وزیر شلومو کاري له قوله لیکلي دي: «له دښمن سره د مرستې په موخه د ثبوتونو له وړاندې کولو، په عربي او انګلیسي ژبو د حماس په خدمت کې د تبلیغاتو د خپرولو او ان دښمن ته د حساسو مالوماتو له لېږدولو وروسته، په اسراییل کې د الجزیرې شبکې د فعالیتونو د مخنیوي پریکړه وشوه.»

د الجزیرې خبري شبکې تر اوسه په اسراییل کې د خپلو نشراتو د بندېدو په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د اسراییل ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی و، د اسراییل حکومت داسې مقررات تصویب کړي چې له مخې به یې په لنډمهاله ډول په بېړنیو حالاتو کې د بهرنیو خبري کانالونو پر خپرونو بندیز ولګوي.

د اسراییل د مخابراتو وزیر شلومو کاري د دې مقرراتو د تصویب مسوولیت په غاړه درلود.

اسراییل ټایمز لیکلي، دغه مقررات په دې مانا چې د جګړې له پیل راهیسې د قطري الجزیرې شبکې پروګرامونه او راپورونه په اسراییل کې د دغې خبري شبکې د بندولو د پرېکړې لپاره د یوه بنسټ په توګه کارول کېدای شي.

قطر د حماس په څېر د فلسطیني ډلو ملاتړی دی.

د اسراییل د مخابراتو وزیر ویلي:« اسراییل په ځمکه، هوا، سمندر کې او د عامه ډیپلوماسۍ په ډګر کې په جګړه کې دی. موږ به د داسې پروګرامونو د خپرولو اجازه ورنکړو، چې د هېواد امنیت ته زیان رسوي.»

نوموړي په ځانګړې توګه د الجزیرې په اړه وویل چې، د دې شبکې پروګرامونه او راپورونه «د اسراییل پر وړاندې تحریکول دي، د حماس، داعش او نورو ترهګرو سازمانونو سره په تبلیغاتو کې مرسته کوي او د اسراییل په وړاندې تاوتریخوالي ته لمن وهي.»

دا پلان چې باید د اسراییل د امنیتي کابینې له‌خوا تصویب شي، د ۳۰ ورځو لپاره به اعتبار ولري؛ خو د ۳۰ نورو ورځو لپاره تمدید کېدای هم شي، تر هغه وخته پورې چې ځانګړی بېړنی حالت په رسمي ډول د حکومت له‌خوا پای ته نه وي رسېدلی.

نور خبرونه

رادیو