په پنجاب ایالت کې د ډینګي ناروغۍ ۷۱۴۷ پېښې ثبتې شوې، خو د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی

AP ۱۴۰۲ تله ۲۹

د پاکستان په پنجاب کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ډينګي۷۱۴۷ پېښې ثبتې شوې او له امله یې د مړو شویو راپور نه دی ورکړل شوی.

چارواکو د رسنیو هغه راپورونه بې بنسټه وبلل چې ویلي یې و، ګواکې دوه کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

روغتیايي چارواکو ویلي، چې په ټول ایالت کې د ډينګي ناروغۍ پر ضد عمليات روان دي او کوراکور د دوا شېندنې لړۍ هم پیل شوې ده.

د چارواکو په وینا، له ګواښونو سره مخامخو سیمو ته ځانګړې پاملرنه کېږي او د معلوماتو له مخې فيصل اباد او ملتان کې هم د ډينګي پېښې ثبتې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو