د پاکستان پخواني لومړي وزیر په لاهور کې د خپلو پلویانو غونډې ته وویل، چې په زړه کې د غچ فکر نه لري، یوازې قوم ته خدمت غواړي او د خوشالي هیله یې لري.
د مسلم لیګ نواز ډلې مشر نواز شریف له څلور کلنې جلاوطنۍ وروسته نن پاکستان ته ستون شو.
نواز شریف په اسلام اباد کې د قانوني سندونو تر لاسلیکولو وروسته لاهور ته لاړ او په منار پاکستان کې یې د خپلو پلویانو غونډې ته وینا وکړه.
هغه په دې وینا کې زیاته کړه چې له ۱۹۹۰ کلونو راهیسې یې په جلا وطنۍ، دوسیو چلولو او بند کې وخت تېر کړی دی او بیا یې د پوښتنې په ډول وویل: «هغه څوک دی چې هر څو کاله وروسته نواز شریف له خپل قوم جدا کوي.»
نوموړي زیاته کړه، چې له چاد غچ اخیستو فکر ور سره نشته، بلکې لویه هیله یې قوم ته خدمت کول دي.
نواز شریف زیاته کړه چې هیله یې دا ده چې خپل قوم خوشال وویني، د هغوی کورنو ته خوشالي ستنه شي.
هغه خپلو خبرو کې وویل، چې د واک پر وخت یې ولس او پاکستان ته خدمت، له لویو لارو جوړولو، ارځانۍ، د برېښنا بېلونو، اټومي ازموینو او د روپۍ په مقابل کې د ډالر له ارزښت مالومولی شي.
نواز شریف زیاته کړه چې اوس پاکستان له مختلفو ستونزو سره مخ دی، بیا یې له خلکو وغوښتل چې له ګرانۍ، بې روزګارۍ، د برېښنا له ګرانو بېلونو او نورو ستونزو د پاکستان د نجات لپاره ور سره ودرېږي.
نواز شریف زیاته کړه چې پاکستان کې به کار روزګار رامنځ ته کړي، دا هېواد به د مالوماتي ټیکنالوجۍ پر مرکز بدل کړي.
ښاغلي شریف دا هم وویل چې شپه ورځ یې د خپل هېواد د مشکلاتو حلولو لپاره کار کړی، خو پر ده سربېره ورور یې شهباز شریف او لور یې مریم نواز او هم ګوندي ملګري جېل ته اچول شوي دي.
هغه دا هم وویل، چې مور او مېرمن یې د سیاست نذرانه شول او زیاته یې کړه چې د خپلې مېرمنې کلثوم نواز پر مرګ په جېل کې خبر شو.
نواز شریف له نږدې څلورو کلونو راهیسې په خپله خوښه لندن کې جلا وطن و.
هغه په ۲۰۱۷ کال کې د سترې محکمې له خوا تر بې واکه کېدو وروسته د تل لپاره له سیاست بې برخې وبلل شو.
خو نوموړی اوس غواړي چې راتلونکو ټاکنو کې بیا ولوبېږي او ویې ګټي.
ځینې نیوکګر وايي، چې نوموړی له قضايي ادارې سره په جوړجاړي پاکستان ته ستون شوی دی، خو د مسلم لیګ نواز ډلې غړي دا تور ردوي.
نواز شریف نن اسلام اباد ته په ستنېدو سره د خپل ګوند له قانوني ټیم سره تر مشورې وروسته په ایون فیلډ او العزیزیه دوسیو کې د سزا خلاف د استناف غوښتنې ژوندي کولو درخواست لاسلیک کړ.
نوموړی په اسلام اباد هوايي ډګر کې تر دوو ګړیو تېرولو وروسته لاهور ته په الوتکه کې لاړ چې د ده په ویاړ د هرکلي غونډه کې ګډون وکړي.
د مسلم لیګ مشران وايي، چې قضايی ادارې د نواز شریف د نه نیولو ډاډ ور کړی دی.
خو له دې سره سره د پاکستان احتساب محکمې د توشه خانې دوسیه کې د نوموړي د نیولو وخت دوه ورځې ځنډولی دی.
مالومه نه ده چې تر دوو ورځو وروسته به له نواز شریف سره څه کېږي.