په لکي مروت کې څلور وسله‌وال وژل شوي دي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۹

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د جمعې په ورځ د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې څلور وسله‌وال وژل شوي او یو تن یې ژوندی نیول شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې امنیتي ځواکونو دغه عملیات په وانډه سیمه کې پیل کړي و.

د عملياتو پرمهال د پوځيانو او وسله‌والو ترمنځ سخته نښته شوې، چې په ترڅ کې یې څلور وسله‌وال وژل شوي او يو تن ژوبل شوى د امنيتي ځواکونو له‌خوا نيول شوى دى.


د پوځ د عامه اړیکو ادارې په وینا، د عملياتو پرمهال د وسله‌والو نه وسلې هم ترلاسه شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي:« د عملیاتو له پیلېدو مخکې، په سیمه کې اعلانونه وشول چې کلیوال دې غرونو ته له تګه ډډه وکړي.»


هغه زیاته کړه، وسله‌والو د کلي سره نږدې په غرونو کې خپل پټنځایونه جوړ کړي وو.

نور خبرونه

رادیو