نواز شریف له څلورو کلونو وروسته پاکستان ته ستون شو

AP ۱۴۰۲ تله ۲۹

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف له څلور کلنې جلاوطنۍ وروسته نن اسلام اباد ته ورسېد.

د نوازشریف د هرکلي لپاره هوایي ډګر ته د هغه ځینې ملګري او اوسني چارواکي ورغلي دي.

ویل کېږي، چې نوازشریف به اسلام اباد کې د ځینو قانوني اسنادو تر لاس لیک او یو ساعت دمې وروسته، په یوې الوتکه کې لاهور ته ولاړ شي.

لاهور ته په رسېدو نوازشریف هلته یوه غونډه رابللې او د غونډې له لارې به خلکو ته وینا وکړي.

تر دې دمخه د پاکستان یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۹مه د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر او د فساد په تور د محکوم نواز شریف ضمانت ومانه.

نور خبرونه

رادیو