حماس ډلې ته نږدې یوې رسنۍ د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د حماس یو مهم مشر جهاد المحیسن په خپل کور کې د اسراییل په هوايي برید کې د خپلې کورنۍ له څو غړو سره وژل شوی دی.
تر دې مخکې حماس د خپل یوه بل لوړ پوړي غړي د وژل کېدو خبرونه هم تایید کړل.
د حماس اړوند رسنیو اعلان وکړ، چې د حماس د یوه بنسټ اېښودونکي عبدالعزیز رنټیسي مېرمن جمیله شنطي د اسراییل په بریدونو کې وژل شوې ده.
شنطي د حماس د سیاسي دفتر لومړۍ ښځینه غړې او په حماس کې د ښځو د غورځنګ بنسټ اېښودونکې وه.
دا په تېرو دیارلسو ورځو کې د حماس څویم لوړ پوړی چارواکی دی، چې د اسراییل په بریدونو کې وژل کېږي.
اسراییل څه موده وړاندې ادعا وکړه، چې د غزې په سوېل کې یې د حماس یو قوماندان بلالالکدرا په یوه هوايي برید کې وژلی دی.
دغه هېواد ادعا کوي، چې الکدرا د اکټوبر په اوومه د یو شمېر اسراییلي کورنیو د وژلو مسوول و.
د اسراییلو پوځ همداراز د تلې په ۲۲مه اعلان وکړ، چې د حماس یو بل قومندان مراد ابو مراد یې هم وژلی دی چې د دغه هېواد په خبره، د حماس وسلهوالو ته یې د تلې د ۱۵مې نېټې د خونړي برید په چمتو کولو کې مهم رول لوبولی و.
د اسراییلو پوځ د شنبې په ورځ د حماس د کمانډو د یوه قومندان علي القاضي د وژل کېدو خبر هم ورکړ.
د حماس دغه قوماندان د غزې تړانګې ته څېرمه پر اسراييلي ښارونو د يوه وژونکي بريد مشري کوله.
پر دې سربېره د اسراییلو پوځ د تلې په شلمه اعلان وکړ، چې د حماس یو لوړپوړی قومندان محمد ابو شمله یې وژلی دی.
ابو شمله د حماس د سمندري تشکیلاتو له قوماندانانو څخه یو و، چې د اسراییل په هوايي برید کې وژل شوی دی.