د تحریک انصاف ګوند یو مشر او پخوانی صوبایي وزیر کامران بنګښ ونیول شو

AP ۱۴۰۲ تله ۲۸

د پښتونخوا په مرکز پېښور کې پولیسو د دې صوبې د تعلیم پخوانی وزیر او د تحریک انصاف ګوند یو مشر کامران بنګښ ونیو.

پولیس وايي، نوموړی یې څمکنیو کې په خپل کور کې نیولی او بیا یې ځايي تاڼې ته وړی دی.

د جیو نیوز د پنجشنبې ورځې د راپور له مخې، کامران بنګش له څمکنۍ تاڼې وروسته نامالوم ځای ته لېږدول شوی دی.

پولیسو دا نه دي ویلي چې کامران بنګښ یې ولې نیولی دی.

د نوموړي خلاف د مۍ د نهمې او لسمې د پېښو اړوند دوسیې په تاڼو کې درج شوې وې، خو په ځینې کېسونو کې یې له نیول کېدو مخکې ضمانت شوی و.

نور خبرونه

رادیو