په شمالي وزیرستان کې یو قومي مخور د ناپېژاندو وسله‌والو له‌خوا ووژل شو

AP ۱۴۰۲ تله ۲۸

د خيبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان ميرعلي کې ناپېژاندو کسانو يو سيمه‌ييز قومي مشر ملک داوود خان وژلی او له سیمې تښتېدلي دي.

پولیس وایي، چې د بریدګرو د نیولو لپاره یې پلټنې پيل کړې دي.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، په سیمه کې د یوه بل نامعلوم کس مړی هم موندل شوی.

د میرعلي پولیس تهاڼې یو چارواکي ویلي، چې ملک داوود د میرعلي په یوه خصوصي کلینک کې ناست وو چې مخ پټي وسله‌وال راغلل او نوموړې یې ځاي پر ځاي وواژه.

روان کال په شمالي وزیرستان کې ۴۱ هدفي بریدونه شوي، چې له امله یې تر ۵۰ ځايي مشرانو، سیاستوالو، ځوانانو او حکومتي کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د بنو په جاني خېلو او بکاخېلو کې هم لسګونه مشران ځوانان او پوځي سرتېري په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

تېر ۲۰۲۲ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۴۶ هدفي بریدونه شوي وو، چې په کې تر ۶۰ زیات مشران، مدني او سیاسي فعالان، ځوانان، دیني عالمان، امنیتي سرتېري، دولتي کارکوونکي او د ښځو په ګډون نور ولسي وګړي وژل شوي وو.
په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ او هدفي بریدونو ضد وخت په وخت احتجاجونه، پرلتونه او جرګې شوي او له حکومته یې په سیمه کې د امن د ټینګښت غوښتنې کړې دي.

ځايي خلک وايي، چې دغلته د وسلهوالو فعالیتونه مخ پر زیاتېدو دي.

نور خبرونه

رادیو