د خیبر پښتونخوا لپاره د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان ویلي:« د پښتنو په خاوره د جنت ټکټونه ډېر خرڅېږي. موږ دغه ټولو خلکو ته وايو څوک چې ژرجنت ته تلل غواړي، نو د اسرایيل ټکټونه دې واخلي.»
اېمل ولي خان دغه څرګندونې د پېښور ښار په نوتهیه کې د عوامي نشنل ګوند کارکونکو ته وکړې.
هغه په څنګزنه ژبه پر یو شمېر پښتنو نیوکه وکړه، چې ګواکې په نورو هېوادونو کې د جهاد لپاره ملاتړلي ولاړ ديګ خو د خپل کور کلي په بیا رغاونه او د خپلو بچو په تعلیم او روزنه کې ناغیړي کوي.
هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل:«موږ د فلسطین د هر وګړي په درد دردمن یو، ځکه چې پښتون ولس له تېرو پنځوسو کلونو راهیسې له ورته شرایطو سره مخ دی. نن ورځ شاوخوا ۳۳۰ زره فلسطینیان بې کوره شوي. موږ د دوی په غم کې شریک یو؛ خو یوازې په یوه عملیاتو کې سل زره پښتانه کورنۍ بې کوره شوې، څوک به له موږ سره اوښکې تویې کړي؟ هغه څه چې پر فلسطينيانو تېرېږي، تر دې ډېر ظلم نه شي کېدای؛ خو په پښتونخوا (دواړو خواوو) کې د هر مکتب فکر خلک په نښه شول. ايا همدغو پښتنو له خپلو خلکو سره د ناوړه چلند پر ضد يوه وينا هم کړې ده؟ »
هغه په ټولو پښتنو غږ وکړ، چې یو څه دې د خپلو خلکو او د خپل قام د ښېګڼې لپاره هم خپل غږ اوچت کړي او له هغو کسانو دې د خپلو حقونو غوښتنه وکړي، چې د دوی او د ماشومانو حقونه یې تروړلي دي.
تر دې وړاندې به د کشمیر فلسطين او نورو اسلامي هېوادونو کې د تشدد او تاوتریخوالي له پېښو وروسته په ټول پاکستان او خیبر پښتونخوا کې پراخه لاریونونه کېدل او ډېر ځله به دغه لاریونونه په تاوتریخوالي هم بدلېدل؛ خو دا پلا په دغه هېواد کې دغه لاریونونه پيکه شوي او خلک یې ترسره کولو ته زړه نه ښه کوي.