د پاکستان پوځ وايي په وزیرستان او بنو کې یې لس وسلوال وژلي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۸

د پاکستان پوځ وايي، تېره او وړمه شپه د پښتونخوا په لکي مروت کې یې څلور او په شمالي او سوېلي وزیرستان کې یې شپږ وسلوال وژلي دي.

له بلې خوا نن د پاکستان پوځ د هغو څلورو پوځیانو جنازه هم وکړه چې پرون په وزیرستان کې وژل شوي وو.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر د جمعې په ورځ وویل، د پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په لکي مروت کې د استخباراتي معلوماتو له مخې یې پرون عملیات کړي دي.

پوځ وايي، په دې عملیاتو کې یې پر څلورو وسلوالو وژلو سربېره یو ټپې شوی وسلوال نیولی هم دی.

ای ایس پي ار زیاتوي، چې پرون او وړمه ورځ یې په شمالي او سوېلي وزیرستان کې یې په خاورې مولا مشهور د حضرت زمان په نوم د یوه مهم قومندان په ګډون شپږ وسلوال وژلي دي.

پوځ په خپله اعلامیه کې ویلي، دې وسلوالو د امنیتي ځواکونو پر وړاندې په «ترهګریزو» فعالیتونو او د بې ګناه ملکي خلکو په هدفي وژنه کې لاس درلود.

د پاکستان پوځ پرون منلې وه چې په وزیرستان کې یې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. نن په دغو بریدونو کې د څلورو وژل شویو پوځیانو جنازې وشوې.

نور خبرونه

رادیو