حماس چارواکی: پر اسراییل برید پلان شوی و، ایران او حزب الله حماس ته وسلې ورکړې وې

AP ۱۴۰۲ تله ۲۸

له فلسطین څخه بهر د حماس یوه مشر خالد مشعل ویلي چې، پر اسراییل د تلې د پنځلسمې برید پلان شوی و ایران او د لبنان حزب الله د خپلو وسلو او تجربو په لېږدولو سره د حماس ملاتړ وکړ.

نوموړي له الحدث شبکې سره په مرکه کې زیاته کړه، چې حماس نور ملاتړ هم غواړي.

په اسراییل د حماس ډلې له پراخو بریدونو وروسته ځینو امریکايي چارواکو په دغو بریدونو کې ایران په لاس لرلو تورن کړ.

خو له دې سره رسمي امریکايي سرچینو بیا ویلي، چې دوی په اسراییل د برید په اړه د ایران د رول هیڅ کوم شواهد نه لري.

ایران له فلسطين څخه پر خپل ملاتړ د ټينګار ترڅنګ وويل، دا بريد د فلسطينيانو کار دی.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن خبرداری ورکړی و چې، متحده ایالات به د حماس او نورو ترهګرو ډلو د ملاتړ په اړه له ایرانه پوښتنه وکړي.

نور خبرونه

رادیو