انوار الحق کاکړ: مسکو او اسلام اباد له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ګډې ګټې لري

AP ۱۴۰۲ تله ۲۷

د پاکستان لنډ مهالي لومړي وزیر د روسیې له ولسمشر سره په کتنه کې ویلي، له ترهګرۍ سره په مبارزه کې دواړه هېوادونه ګډې ګټې لري.
انورالحق کاکړ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنه کې ویلي: «له ترهګرۍ سره مبارزه په ځانګړې توګه په افغانستان کې، سیمه‌ییزې تګلارې ته اړتیا لري.»

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي کاکړ په دغې ناسته کې زیاته کړه: «ګاونډي هېوادونه باید د استخباراتو، دفاع او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې عملي ګامونه واخلي او یو له بل سره همکاري وکړي.»
په دې کتنه کې کاکړ د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان او روسيې تر منځ د همکاريو پياوړتيا او د یوې ګډې تګلارې د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو لږ تر لږه ۱۳۰ مشرانو په بېجينګ کې د ورېښمو لارې د بيا ژوندي کولو لپاره د «يو کمربند او يوې لارې» پلان په درېيمه سرمشريزه غونډه کې ګډون کړی.
د پاکستان لنډ مهالي لومړي وزیر په دغه کتنه کي زیاته کړه: «هیواد مو د انرژۍ له کمښت سره مخ دی او د انرژۍ په ګډون په بیلابېلو برخو کې د روسیې د پانګونې هرکلی کوو.»
نیکي اسیا رسنۍ څه موده وړاندې د پاکستان د حکومت د یوه چارواکي په حواله لیکلي وو: «د اسلام اباد حکومت پلان لري چې له روسیې څخه د تیلو واردات زیات کړي.»
د پاکستاني چارواکو په وینا، په ګوادر کې وړاندیز شوی تصفیه ځای کیدای شي د روسیې د اومه تیلو د مخ په زیاتیدونکي حجم کې مرسته وکړي.
پاکستان له خپل ګاونډي هند سره د روسیې د اومو تېلو په واردولو کې همکاري کړې، چې د بندیزونو له امله د لویدیځ له بازارونو راګرځول شوي دي.
دغه پاکستانی چارواکی زیاته کړه چې له روسیې څخه د اومه تیلو د واردولو بهیر بریالی شوی دی.

نور خبرونه

رادیو