د خيبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ له ښاره لیرې په شاړه سیمه کې له یوه اته کلن ماشوم څخه سر غوڅ شوی او مړی يې وروسته موندل شوی.
وژل شوی ماشوم له تېرو دوو کلو راهیسې د پښتونخوا د نورنګ ولسوالۍ د اکرامیه په نوم د یوې دینې مدرسې طالب و.
دغه ماشوم چې ایله اته کلن و احمد نوميده او د شمالي وزیرستان د میرانشاه ولسوالۍ د ماچسو کلي اوسېدونکی و.
د هغه پلار احمد علي وايي چې دی له هیڅ چا سره شخصي دوښمني نه لري او نه په دې پوهيږي چې زوی یې چا وژلی دی.
ذوالفقار د شمالي وزیرستان د میرعلي اوسیدونکی دی هغه وايي هيڅ نه پوهيږي چې دا ډول وېرونکي وژنې څوک کوي: «مخکې حالات سم و اوس سړی په دې نه پوهيږي چې څوک دي، یو دم به وګورې چې سړی په پټي کې مړ پروت دی، بیا چې روان وې بله کنډواله کې به ماشوم پروت وي په چاقوګانو به يې وهلی وي سړی حیران شي چې دا اوس څوک کوي، حکومت خو ایله ځان نه شي ساتلی، هرڅه په برندو ګوري.»
ويل کيږي له تېر یوه کال راهیسې په دغو سیمو کې د مرموزو او هدفي وژنو پيښې ډیرې شوې او امنیتي کسان يې په مخنیوي کې پاتې راغلي.