د قطر لومړي وزیر عبدالرحمن ال ثاني نن یکشنبه «د تلې ۲۳مه» په دوحه کې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره وکتل.
ال ثاني دې لیدنه کې په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره د ملګرو ملتونو له هڅو د دوحې پر ملاتړ ټینګار وکړ.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د قطر او ملګرو ملتونو ترمنځ پر همکاریو او د افغانستان په وروستیو پرمختګونو خبرې شوې دي.
اعلامیه زیاتوي، چې په دې کتنه کې د قطر لومړي وزیر د افغانستان له خلکو سره د پرمختګ او هوساینې د هیلو د پوره کولو لپاره د قطر پر ژمنو ټینګار کړی دی.
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي همدارنګه په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره د نړیوالو د ملاتړ لپاره د قطر د دوامداره هڅو هرکلی وکړ.
قطر د طالبانو یو له هغو ملاتړو هېوادونو څخه دی، چې په د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو کوربه توب یې کاوه او د افغانستان د وروستي جمهوري دولت له سقوط وروسته لا هم په نړیوال سټیج د دغې ډلې د ملاتړ لپار کار کوي.