پاکستاني پولیس: د پښتون ژغورنې غورځنګ يو غړی مو په هېواد کې د ګډوډۍ خپرولو له امله بندي کړ

AP ۱۴۰۲ تله ۱۸

پاکستاني پولیس وايي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ د برخې مشر نورالله ترین یې له قانون څخه د سرغړونې په تور نیولی او یوه میاشت به یې په زندان کې ساتي.

د سند د کورنیو چارو محکمې په خپاره شوي امر کې ویلي چې نوموړي په سهراب ګوټ نومې سیمه کې د حالاتو د ګډوډولو هڅه کړې وه، چې په دې سره به نوموړی یوه میاشت په زندان کې ساتل کیږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ د برخې د مشرتابه غړی محمد الله مسید بیا وايي چې پاکستاني پولیسو د اکتوبر په څلورمه نېټه نورالله ترین له خپله کوره نیولی او نامعلوم لوري ته یې وړی و، چې د څلور ورځو تري تم کېدو وروسته پرون پولیسو د هغه د ځای ځایګي په اړه معلومات شریک کړی دي، ښاغلی مسید وايي په تېرو څو ورځو کې دوی ته د ښاغلي ترین په اړه هېڅ ډول معلومات نه و.
ښاغلي مسید رسنیو ته ویلي دوی د سند لوړې محکمې ته شکایت کړی او د هغه د راخوشې کولو له پاره به نورو قضایي څانګو ته هم خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي چې د دوی د ملګرو په نیولو سره به دوی هیڅکله هم د خپلې مبارزې څخه په شا نه شي.

نور خبرونه

رادیو