څلور برېتانویان د طالبانو له بنده خوشې شول

AP ۱۴۰۲ تله ۱۸

د برېتانيا د بهرنيو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د (تلې په ۱۸مه) د طالبانو له زندانه د دغه هېواد د څلورو وګړو د خوشې کولو خبر ورکړ.

برېتانیا د یادو کسانو د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې دغه څلور تنه د افغانستان له قانونه د سرغړونې په تور نیول شوي وو.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د روان کال په لومړیو کې د خپلو وګړو د خلاصون لپاره له طالبانو سره د خبرو کولو په اړه ویلي و.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې له لارې له خپلو ټولو اتباعو څخه غوښتي، چې له هیواده بهر د ترهګرۍ ضد قوانیو او همدارنګه د هیوادونو قوانین له پامه و نه غورځوي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، ډېرو هیوادونو خپلو وګړو ته لارښوونه کړې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته له تګ څخه ډډه وکړي.

یو شمېر لویدیځو هیوادونو په وار، وار خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان د بې ثباته امنیتي وضعیت او د وسله والو جنګیالیو د شتون له امله د سیاحت لپاره د لوړ خطر په توګه پیژندل شوی دی.

د راپورونو له مخې، که څه هم اوس د طالبانو له خوا رامنځته شوې امنیتي ستونزې هوارې شوې، خو د بهرنیو وګړو لپاره د داعش، اختطاف او نیول کېدو خطر لا هم لوړ دی.

نور خبرونه

رادیو