انټوني بلېنکن: د حماس برید ښایي د اسراییل او سعودي د اړیکو د مخنیوي لپاره شوی وي

AP ۱۴۰۲ تله ۱۷

د اسراییل په خاوره کې د حماس د بې ساري بریدونو بیلابیلې انګېرنې، انټوني بلینکن د یکشنبې په ورځ وویل چې، د دې بریدونو یو لامل ښایي د سعودي عربستان او اسراییل ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د پیل لپاره د ګډوډۍ د رامنځته کولو په موخه وي.

حماس د شنبې په ورځ د اسراییل په خاوره کې تر ټولو ستر بریدونه ترسره کړل چې د دغه هیواد په تاریخ کې بې ساری بلل کیږي.

د نیویارک ټایمز په وینا، ویل کیږي چې د حماس په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۶۰۰ اسراییلیان وژل شوي دي.

بلینکن د یکشنبې په ورځ سيایناین ته وویل: «زه به حیران نه شم که چیرې د حماس یو دلیل دا وي چې له اسراییل سره د سعودي عربستان او ځینو نورو هیوادونو د نیږدې کیدو د مخنیوي لپاره دغه بریدونه شوې وي»

د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو تېره مياشت ويلي و، چې د ده په اند هېواد يې له سعودي عربستان سره د سولې په درشل کې دی، چې دا مساله په منځني ختيځ کې وضعيت بدلولی شي.

امریکا ویلي دي چې د شنبې په ورځ د حماس د بریدونو سره سره به د تل ابیب او ریاض ترمنځ د اړیکو د عادي کولو بهیر دوام وکړي.

د امریکا د ملي امنیت د سلاکار مرستیال جان فاینر د یکشنبې په ورځ فاکس نیوز ته وویل «زمونږ په باور دواړه هیوادونه د ډیپلوماټیکو اړیکو په احتمالي جوړولو کې ګډې ګټې لري.»

خو د منځني ختیځ د یو شمېر کارپوهانو په اند د اسراییل او سعودي عربستان لپاره به په لنډه موده کې د دې غوښتنې عملي کول ستونزمن وي، په تېره بیا که اسراییل د حماس د ځپلو او د خپلو برمته شویو وګړو د خلاصون لپاره چې شمیر یې سلو کسانو ته رسیږي، پراخ عملیات پیل کړي.

د حماس یوه جګپوړي مشر عباس هنیه د شنبې په ورځ د عربي هیوادونو سره چې غواړي له اسراییل سره اړیکې ټینګې کړي وویل چې، اسراییل د ډیپلوماټیکو اړیکو په بدل کې د هغوی ملاتړ نه شي کولای.

هنيه وويل، «له اسرایيل سره د اړيکو د عادي کولو ټول تړونونه د فلسطين شخړه نه شيحل کولی.

باوري سرچینو خبر ورکړی، چې سعودي عربستان غواړي له اسرايیل سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو په بدل کې له امریکا څخه امنیتي ضمانتونه ترلاسه کړي او د فلسطیني دولت د جوړولو زمینه برابره کړي.

دا لا څرګنده نه ده چې سعودي عربستان به څومره د اړیکو د عادي کولو لپاره د یوه اساسي شرط په توګه د فلسطیني دولت پر جوړېدو ټینګار وکړي.

نور خبرونه

رادیو