د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې دوی "د فلسطین د خلکو له حق څخه چې په خپله تاریخي خاوره کې یو خپلواک دولت ولري ملاتړ کوي.»
طالبانو له اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې «د فلسطین د بې ګناه خلکو پر وړاندې دې د اسراییلي ځواکونو د تاوتریخوالي مخه ونیسي.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ -د تلې په ۱۵مه- په یوه بیان کې له اسلامي هېوادونو، د اسلامي همکاریو له سازمان، نړیوالې ټولنې او د سیمې له اغېزناکو هېوادونو غوښتي چې «د فلسطین د مسئلې د حل لپاره دې د فلسطینیانو د مشروع حقونو د ورکړې په برخه کې لاس په کار شي.»
حماس د شنبې په سهار اسراییل ته سلګونه توغندي وتوغول چې په وروستیو کلونو کې پر اسراییلو تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.
طالبانو په دې اعلامیه کې «د دغسې پېښو رامنځ ته کیدل د صهیونیستي اسراییلیانو له خوا د فلسطیني مظلوم ولس د حقونو تر پښو لاندې کول او د مسلمانانو د مقدسو اماکنو په مکرر ډول اهانت او بې احترامي» بللې ده.
د اسراييل د ژغورنې ملي سرویس ويلي، چې د حماس په راکټي بريدونو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او ۵۶۱ نور ټپيان دي. په ټپیانو کې د ۷۷ تنو حالت نازک ښودل شوی دی.
د حماس د راکټي بریدونو په غبرګون کې، اسراییلي پوځ عملیات پیل کړل چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د فلسطین د روغتیا وزارت تایید کړه، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل په بمباریو کې ۱۶۱ کسان وژل شوي او۹۳۱ نور ټپیان دي.